د شمالي او سویلي کوریا ترمنځه د دښمنیو د ختمولو په خاطر یو ډیر مهم ګام اوچت شو
د شمالي او سویلي کوریا ترمنځه د څو لسیزو راهیسې روانې دښمنۍ ځای سولې او دې صمیمي روغبړ ونیو.

د شمالي او سویلي کوریا ترمنځه د سولې د مذاکراتو او روانې دښمنۍ د ختمولو په خاطر هلې ځلې دوام لري. پدې چوکاټ کې د سویلي کوریا ولسمشر د یو ۳ ورځني سفر په ترڅ کې شمالي کوریا ته سفر کړی دی.
د سویلي کوریا د ولسمشر او د هغه د میرمن نه په هوايي ډګر کې د شمالي کوریا ولسمشر او د هغه میرمن هر کلی وکړ.
همداشان د شمالي کوریا په لسګونو زره تنه وګړي چې په لاسونو کې د متحدې کوریا بیرغونه رپول د سویلي کوریا د ولسمشر بدرقې ته تللي وو.
د ویلو ده چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د ولسمشر مون په ویاړ د غرمې میلمستیا جوړه کړې وه. دواړو مشرانو په ګډه د غرمې ډوډۍ د خوړو نه وروسته په رسمي لیدونو کتنو کې برخه واخیسته.
تمه کیږي چې د شمالي او سویلي کوریا ولسمشران د دواړو هیوادونو ترمنځه د روان خصومت او دښمنۍ د ختمولو په خاطر ځیني عسکري تړونونه هم لاسلیک کړي.
د شمالي او سویلي کوریا ترمنځه د سولې خبرې او ښه نیت د سویلي کوریا لخوا ژمنیزو اولمپیاتو ته د شمالي کوریا ډلې ته د بلنې ورکولو او د شمالي کوریا لخوا بلنې ته د لبیک ویلو سره پیل شوې.
شمالي کوریا په سویلي کوریا کې جوړو شوو ژمنیزو اولمپیاتو کې په ډیره لوړه کچه ګډون وکړ. د شمالي کوریا د ولسمشر خور په مشرۍ هیت سویلي کوریا ته لاړ. د شمالي کوریا د ولسمشر خور د لومړي ځل لپاره د سویلي کوریا د ولسمشر او مقاماتو سره ولیدل او پدې ډول د سولې په خاطر لومړنی ګام اوچت شو.
وروسته بیا د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د ولسمشر سره د لیدنې په خاطر د دواړو هیوادونو ترمنځه بې طرفه سیمې ته ولاړ او هلته يي لیدنه وکړه.
هغه د سویلي کوریا ولسمشر ته شمالي کوریا ته بلنه ورکړه چې د هغه لخوا ومنل شوه.
د ویلو ده چې لنده موده مخکې د شمالي او سویلي کوریا جګپوړو عسکري چارواکیو غونډه کړې وه.