په الجزایر کې د ښځو په بورقو او حجاب بندیز ولګول شو

په الجزایر کې  په عامه  مکانونو  کې د ښځو په مخونو پټولو  او حجاب  بندیز ولګول شو.

په الجزایر کې د ښځو په بورقو او حجاب بندیز ولګول شو

 

د نوموړي بندیز له مخې ددینه وروسته  ښځې نشي کولای  چې په عامه مکانونو کې  مخ پټ کړي او یا د بورقې په څیر  جامې واغوندي.

د الجزایر  لومړي وزیر احمد الیحیی  د نوموړې پریکړې د عملي کولو په خاطر  اړوندو وزارت خانو او والیانو ته  لازم هدایات کړي دي.

د نوموړې پریکړې نه سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.

د یادولو وړ ده چې  لومړی فرانسې په ۲۰۱۱ کال کې په عامه مکانونو او دولتي اداراتو کې  د ښځو په بورقې  او حجاب  کولو بندیز ولګو.

همداشان  سږ کال د مې په میاشت کې بیا د دنمارک پارلمان هم  په عامه ځایونو  او دولتي ادارتو کې د ښځو په بورقې  او حجاب بندیز ولګو.

ډنمارک  د نوموړې پریکړې نه سرغړونکو ته  ۱۳۵ ایرو نقدي  جزا ټاکلې ده .

خو  الجزایر  بیا  سرغړونکو ته  د جزا  د نوعیت په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه