په امريکا کې په يو کلپ وسله وال بريد شوی

په امريکا کې د يوګا په کلپ بريد شوی

په امريکا کې په يو کلپ وسله وال بريد شوی

په امريکا متحده ايالتونو کې د يوګا په يو کلپ وسله وال بريد شوی. 

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې بريد په فلوريدا ايالت کې تالاهاسي په سيمه کې د يوګا په کلپ شوی دی. 

د تالاهاسي د سيمې د پوليسو مشر خبري رسنيو ته ويلي دي چې بريد د يو تن ۴۰ کلن لخوا شوی دی. 

پدې بريد کې لږ تر لږه دوه تنه مړه او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي. 

بريد کوونکي وروسته خپل ځان هم وواژه. 

پوليسو ويلي دي چې د پيښې انګيزه او لامل ناڅرګند دی خو په اړه يي تحقيقات پيل شوي دي.



اړوند خبرونه