انګلستان د طلايي ویزې سیستم د ځنډولو پریکړه وکړه

انګلستان  د طلايي ویزې په نامه  مشهور  د اروپايي ټولنې لخوا د پانګه والو د جلب او جذب په خاطر رامنځته کړی  سیستم   او طرزالعمل چې له مخې  پانګه والو ته اقامت اجازه او حتا تابعیت  ورکول کیږي  د ځنډولو  پریکړه .

انګلستان د طلايي ویزې سیستم د ځنډولو پریکړه وکړه

 

د لندن حکومت  ویلي دي دا پریکړه  د نوموړې  طرزالعمل  نه د ناوړې ګټې پورته کیدو  او د تورو پیسو د سپینولو په خاطر د کاریدو  د مخنیوي په خاطر  کړې ده .

د انګلستان د کډوالو د چارو وزیرې کارلوین نوکیس  ویلي دي چې  هیچا ته به اجازه ورنکړي چې  د انګلستان قوانین د خپو لاندې کړي  او ددې سیستم نه ناوړه ګټه اوچته کړي. هغې وویل چې دا سیستم  به  د ۲۰۱۸ کال د دسمبر د میاشتې د شپږمې  د جمعې د ورځې نه په اعتبار سره  وځنډوي.

هغه وویل یواځې  واقعي  پانګه وال  کولای شي چې د طلايي ویزې د سیستم  او طرزالعمل نه ګټه اوچته کړي.

هغې وویل چې  مونږ  د سرغړونو  د ناقانونه کارونو د مخنیوي په خاطر  دا پریکړه کړې . هو  هر څوک چې وغواړي چې د انګلستان د اقتصاد سره د مرستې په خاطر دلته  پانګه اچونه وکړي  او ددې سیستم نه استفاده وکړي د  هغوې پر مخ  زمونږ  دروازې پرانیستي دي.

د یادولو وړ ده چې  طلايي ویزه  هغه کسانو ته  ورکول کیږي چې لږ تر لږه په انګلستان کې د دوو میلیونو پونډو په اندازه پانګه اچونه وکړي.

ددې ویزې لرونکو ته  پنځه کاله په انګلستان کې د اوسیدو اجازه او په شینګن سیمه کې په ازاده توګه د ګرځیدو  اجازه ورکول کیږي.

ویل کیږي یواځې په ۲۰۱۷ کال کې  تر زرو تنو ډیرو  روسي او چینايي  پانګه والو  دې ویزې ته  مراجعه  کړې ده .

همداشان  د جولای په میاشت کې بیا  د طلايي ویزې په خاطر  د وړاندیزونو کچه  ۴۰ سلنه نوره هم  لوړه شوه.

د انګلستان حکومت  غواړي چې د نوو اصلاحاتو سره  د بهرنیو پانګه والو بانکي حسابونه په منظم  ډول  د کنټرول لاندې ونیسي.

انګلستان  بهرنیو پانګه والو ته  چې  وغواړي  طلايي ویزه ترلاسه کړي  دا خبره  د شرط په توګه وړاندې کوي.

د انګلستان حکومت  د نوي کال نه په اعتبار سره  غواړي چې  د طلايي ویزې په سیستم کې  ځیني اصلاحات  رامنځته کړي.

د نوي کال نه په اعتبار سره  هر څوک چې  دا ویزه  ترلاسه کوي  هغه باید په هرو دوو کلونو کې  ویزه  تمدید کړي.

انګلستان په ۲۰۱۸ کال کې  د چلسي  د فوټبال د لوبډلې د خاوند  د نړۍ د نامتو میلیاردر  رومان ابرامویچ  طلايي ویزه  درخواست  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د نږدې اړیکو درلودو له امله  رد کړ.

د ویلو ده چې اروپايي ټولنې د طلايي ویزې  سیستم  د ۲۰۰۸ کال د اقتصادي بحران نه وروسته  رامنځته کړ. اروپايي ټولنې  په تیرو لسو کلونوکې  ددې لارې نه تر سلو زرو کسانو نه ډیرو ته  طلايي ویزې  او تر ۶ زرو تنو ډیرو ته  تابعیت ورکړی دی.



اړوند خبرونه