د ملګروملتونو په سازمان کې  امریکا  ته   د فلسطین په مسله کې  یو ځل بیا  سخت ګوزار ورکړ شو.

نړۍوالې ټولنې د امریکا لخوا د حماس د غندولو اړوند غوښتنه رد کړه

د ملګروملتونو په سازمان کې  امریکا  ته   د فلسطین په مسله کې  یو ځل بیا  سخت ګوزار ورکړ شو.

 

د ملګروملتونو سازمان په عمومي اجلاس کې د امریکا  لخوا د حماس د ډلې د غندنې  او د دوو دولتونو د حل لارې نه  د بحث  د نه کولو اړوند  طرحه  د رایو په اکثریت سره  رد شوه.

د امریکا لخوا جوړه شوې  طرحه  د ملګروملتونو سازمان عمومي اجلاس ته وړاندې شوه.

امریکا په نوموړې  طرحې د رای اچونې نه وړاندې  د رای اچونې په څرنګتیا  نیوکه وکړه. امریکا غوښتل چې دا طرحه  دوه دریمه  برخه رایو نه بلکې په ډیرو  کمو رایو  قبوله کړي  خو دا غوښتنه يي هم  ونه منل شوه.

د امریکا لخوا په جوړې شوې طرحې د رای اچونې په پایله کې  طرحه د ۸۷ موافقو رایو په مقابل کې  د ۵۷ مخالفو او ۳۳ ممتنع  رایو سره  رد شوه.

پدې ډول  د امریکا  لخوا د حماس د ډلې غندل  او د فلسطین په اړه د دوو دولتونو د حل لارې نه  په راتلوونکې کې د نه بحث کولو  مخه  ونیول شوه.

ویل کیږي  پدې رای اچونه کې د افغانستان  په غلطۍ کې  ممتنع رای کارولې وه چې وروسته يي خپل رایه د نوموړې طرحې پر خلاف وکاروله. پدې ډول  د طرحې سره  د مخالفو هیوادونو شمیره  ۵۸ ته لوړه شوه.

د امریکا لخوا په جوړه شوې  دې طرحه کې چې  د اسراییلو د ظلمونو او بریدونو نه پکې هیڅ یادونه نه وه شوې  د حماس ، اسلامي جهاد  او نورو  وسله والو فلسطیني ډلو نه پکې  د تحریک امیزه بریدونو  او فعالیتونو د درولو غوښتنه کړې وه. همداشان په طرحه کې ویل شوي وو چې حماس ډله  د فلسطین مالي سرچینې  د ملکي وګړو د اړتیاو پر ځای په پوځي توکو په مصرف رسوي چې  د همدې امله يي د نړۍ نه د حماس د ډلې د غندولو غوښتنه کړې وه.

په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلي  په طرحې  د رای اچونې نه مخکې  عمومي اجلاس ته په وینا کې وویل «  تر اوسه پورې  لږ تر لږه  ۵۰۰ ځلې  تاسو  اسراییل  غندلي دي. اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې  د حماس ترهګره ډله هم  وغندل شي. » هغې  د نړۍوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړه.

هیلي نړۍواله ټولنه د اسراییلو پر وړاندې د دښمنۍ نه ډک  او ناسم قضاوت په چلند کولو  تورنه کړه. هغې په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې ستاسې نه یوه پوښتنه لرم. ایا تاسې  د یو ترهګریز سازمان نه د ملاتړ په اندازه  د اسراییلو نه نفرت لرۍ؟

سره ددې چې د ملګروملتونو  د سازمان د عمومي  اجلاس  دې پریکړې  کومه عملي جنبه  نه درلوده  خو بیا هم  نړۍوالي ټولنې  د فلسطین په مسله کې  امریکا ته  ښه سبق ورکړ.

د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې  د امریکا لخوا  د وړاندې شوې طرحې د ردیدو نه وروسته  عمومي اجلاس ته  په منځني ختيځ کې د هر اړخیز ، عادل او تلپاتې سولې  تر نامه لاندې یوه  بله  طرحه  وړاندې شوه.

دا طرحه  بیا  د ۱۵۶ هیوادونو لخوا ومنل شوه  یواځې ۶ هیوادونو يي په اړه  منفي  او ۱۲ هیوادونو  ممتنع  رای وکاروله.

د نوموړې طرحې پر وړاندې  امریکا، اسراییلو، استرالیا، مارشال ټاپوګانو، ناورو او لیبریا  مخالفې رایې وکارولې.

پدې طرحه  کې  په اسراییلو غږ شوی وو چې  د ۱۹۶۷ کال  کې پیل کړی د فلسطین  او ختیځ بیت المقدس  اشغال ته دې سمدلاسه د پای ټکی کیږي  او د عادل او تلپاتې سولې نه دې ملاتړ وکړي.

همداشان په طرحه کې  د ۱۹۶۷ کلونو د پولو سره  د دوو دولتونو د حل لارې نه ملاتړ شوی دی.



اړوند خبرونه