په نیویارک کې د سي ان ان دفتر د بم په شک تخلیه شو

د سي ان ان دفتر د تیرو دوو میاشتو په دننه کې د دویم ځل لپاره د بم په شک تخلیه کیږي

په نیویارک کې د سي ان ان دفتر د بم په شک تخلیه شو

د امریکا  متحده ایالتونو  د نیویارک په ښار کې  د سي ان ان تلویزیون  دفتر ددې له امله  چې  بم  پکې ایښودل شوی دی  تخلیه شو.

پولیسو وروسته  د هغې  د سي ان ان تلویزیون  دفتر  تخلیه کړ چې  په یاد شوي  دفتر کې د پنځو بمونو  د ځای په ځای کیدو په اړه د ټیلیفون ترلاسه کړ.

د نیویارک پولیسو  د سي ان ان تلویزیون  دفتر ته غځیدلې ټولې لارې  د ټرافیک او خلکو پر مخ  وتړلې.

د نیویارک پولیسو د پلټنو نه وروسته ه سیمه  بیرته  د ټرافیکو او عام خلکو پر مخ پرانیسته.

د نیویارک پولیسو  د پلټنو نه وروسته  د بیان په خپرولو سره  وویل چې  د ټایم وارنر سنټر کې  بمي ګواښ  له منځه تللی  دی  او هیڅډول کوم خطر شتون نلري.

د ویلو ده چې د روان میلادي کال  د اکتوبر په میاشت کې هم  په نیویارک کې د سي ان ان  تلویزیون دفتر  او یو زیات شمیر  مهمو اشخاص د پاکټي بمونو په استول کیدو  ګواښل شوي وو.

د یادولو وړ ده چې  په نیویارک کې  د سي ان ان  تلویزیون د دفتر د تخلیه کولو نه لنډه موده مخکې  د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  د ټولنیزې مډیا له لارې  د سي ان ان پر خلاف  یو لنډ پیغام خپور کړی وو. ټرمپ په خپور کړي پیغام کې ویلي وو چې  ناسم او درواغ  خبرونه  د خلکو سره  دښمني .

د ټرمپ  دې پیغام د ډیرو خلکو سخت غبرګون هم  پارولی دی.



اړوند خبرونه