امریکا  متحده ایالتونو  د سوریې نه د بعضو پوځي تجهیزاتو په ویستو پیل وکړ.

امریکا د سوریې نه د پوځي تجهیزاتو په ویستو پیل وکړ

امریکا  متحده ایالتونو  د سوریې نه د بعضو پوځي تجهیزاتو په ویستو پیل وکړ.

 

دا خبره  د امریکا  د دفاع وزارت یو چارواکي چې د نوم د اخیستو نه يي ډډه کوله  خبري رسنیو ته کړې ده . هغه ویلي دي چې  د سوریې نه  د پوځي تجهیزاتو په ویستو پیل کړی دی.

نوموړي چارواکي دا ندي ویلي دي چې  امریکا د سوریې نه  ویستي دا پوځي تجهیزات  چیرته  انتقال کړي دي.

د بله پلوه د امریکا  د سي ان ان تلویزیون  د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندانۍ  د معلوماتو له مخې ویلي دي چې  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د انتقال په خاطر  کښتۍ  او الوتکې هم  ټاکل شوي دي.

د ویلو ده چې د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر په ۱۹ مه نيټه  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو پریکړه وکړه.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر جیم ماتیس  او د داعش پر خلاف د مبارزې ځانګړي استازي مک ګورک  د ټرمپ ددې پریکړې په غبرګون کې له دندو  استعفا ورکړه.



اړوند خبرونه