روسیې  ادعا کړې  چې بي بي سي  د داعش ترهګرې ډلې په پلوي  نشرات کړي دي.

روسیې ویلي دي چې بي بي سي په روسیه کې د داعش په پلوي خبرونه خپاره کړي دي

روسیې  ادعا کړې  چې بي بي سي  د داعش ترهګرې ډلې په پلوي  نشرات کړي دي.

 

د روسیې  د معلوماتي تکنالوژۍ او د عامه ارتباطاتو د کنټرول ادارې  ویلي دي چې  په روسیه کې  د بي بي سي د خپرونې انټرنیټي سرچینې  کنټرول کړي دي.

پدې کنټرول کې د بي بي سي لخوا په روسیه د داعش ترهګرې ډلې په پلوي  د بعضو خبرونو  نشریدل  تثبت کړي دي. په خبرونو کې د داعش ترهګرې ډلې  او ددې ډلې د مشر البغدادي  نه اقتباس  شوی شوی دی.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې  په روسیه کې به د بي بي سي په اړه کنټرول دوام وکړي. دا ډول  خبرونه په روسیه کې  د افراطیت پر خلاف د مبارزې د نورمونو سره په ټکر کې دي چې د همدې امله به يي په اړه تحقیقات  دوام وکړي.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې بي بي سي باید د جنوري تر ۱۶ مې نیټې پدې اړه  سپیناوی  او د روسیې  د مطبوعاتو د قوانینو سره  سم  د عمل کولو په اړه اسناد  د معلوماتي تکنالوژۍ او عامه ارتباطاتو د کنټرول ادارې ته  وړاندې کړي.

یادې شوې ادارې ویلي دي چې د بي بي سي تلویزیوني نشرات په دوامداره توګه کنټرولي.

روسیې ویلي دي چې د جنوري د ۱۴ مو او ۳۱ مو نیټو ترمنځه به د بي بي سي د تلویزیون  ټولې خپرونې تفتیش  کړي.


پيوندونه: داعش , بي بي سي , روسیه

اړوند خبرونه