هندوستان په نوې ډيلۍ کې  یو تن پاکستاني ډیپلوماټ  نیولو نه څو ساعته وروسته خوشې کړی

هند یو تن پاکستاني ډیپلوماټ نیولی وو

هندوستان په نوې ډيلۍ کې  یو تن پاکستاني ډیپلوماټ  نیولو نه څو ساعته وروسته خوشې کړی

 

د پاکستان  ډیپلوماتیکو سرچینو  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په نوې ډیلۍ کې ددوې د سفارت  یو تن کارکوونکی  د هند لخوا نیول کیدو نه وروسته ساعته وروسته خوشې شوی دی.

ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي دي چې  د پاکستان د سفارت کارکوونکی د نړۍوالو قوانینو او ډیپلوماتیکو نورمونو پر خلاف  په غیرې قانوني توګه نیول شوی دی.

ویل کیږي  په نیول شوي  ډیپلومات په زور  یو سند د لاسلیکولو نه وروسته  خوشې کړی شوی دی.

پاکستاني مقاماتو  پدې اړه  د هند د بهرنیو چارو وزارت ته  خبر ورکړی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت نه د مسلې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده .

پاکستان ویلي دي چې هند نوموړی پاکستاني ډیپلوماټ د ویانا د کونواسیون پر خلاف پداسې حال کې نیولی دی چې  ډیپلوماټان  د مصئونیت  حق نه برښمند دي.

نیول شوی ډیپلوماټ د څو ساعتونو نه وروسته خوشې شوی دی.



اړوند خبرونه