امریکا پر ایران د پوځي برید په مسلې غور کړی

د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې په بغداد کې د امریکا  متحده ایالتونو پر سفارت د برید نه وروسته  امریکا پر ایران  باندې  د برید په مسلې  غور کړی دی.

امریکا پر ایران د پوځي برید په مسلې غور کړی

 

دا خبره  د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې  کړې ده. وال ستریت ژورنال  ویلي دي چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د دفاع وزارت نه پر ایران د برید په اړه  د جګړې د پلان غوښتنه کړې وه.

یادې شوې ورځپاڼې  د امریکايي چارواکیو له قوله لیکلي دي چې  د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې په بغداد کې د امریکا پر سفارت د برید نه وروسته د نوموړي هیواد د ملي امنیت  سلاکار جان بالتون  په مشرۍ  شورا پر ایران باندې پر پوځي برید غور وکړ. همداشان  شورا  د دفاع د وزارت نه  د برید په اړه د جګړې د پلان غوښتنه کړې وه.

ورځپاڼې لیکلی دي چې  د ملي امنیت د شورا  دې غوښتنې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه اندیښمند کړي وو. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار پخواني مرستیال میرا ریکاردل  په بغداد کې  د امریکا پر سفارت د برید نه  په رسمي توګه د جګړې د اعلان په توګه یادونه کړې وه  . هغه پر ایران د برید غوښتنه کړې وه.

وال ستریت ژورنال ویلي دي چې  پنټاګون هم  د ملي امنیت شورا د غوښتنې له مخې هغوې ته  پر ایران د برید  په اړه  پلان  جوړ او تسلیم کړی وو  خو دا چې سپینې ماڼۍ پدې برخه کې د کوم ګام  په پورته کولو کار کړی او که نه او یا ددې پرمختګونو په اړه ولسمشر ټرمپ ته معلومات ورکړل شوي وو او که نه  پدې اړه معلومات په لاس کې نشته.

پداسې حال کې چې  پنټاګون  د نوموړي پرمختګ په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده خو ځینو نورو سرچینو بیا ویلي دي چې  په عراق او سوریه کې د هممهاله بریدونو په خاطر  په ځینو عسکري پلانونو  غور  او خبرې شوي دي.



اړوند خبرونه