په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

په بهرنیو رسنیو کې د ترکیې انعکاس

 

د فرانسې د لي پواینت مجله : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د وینزویلا په پلازمینه  کاراکاس  په خپله وینا کې د وینزویلا  د ولسمشر نیوکولاس مادورو نه  چې د امریکا  متحده ایالتونو لخوا پرې  سخت اقتصادي  بندیزونه لګول شوي دي  کلک ملاتړ اعلان کړ.

د روسیې  د ازویستیا ورځپاڼې : د روسیې  د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند  دیمیتري پوسکوف ویلي دي چې ترکیه ، روسیه، جرمني او فرانسه  د سوریې  په مسلې د خبرو په خاطر په څلوراړخیزې غونډې  او مذاکراتو  په تفاهم رسیدلي دي. هغه ویلي دي چې په لوی احتمال سره  چې  راتلوونکي څلور اړخیزه غونډه  په ترکیه کې جوړه شي.

د روسیې  روسیا سکایا ورځپاڼې : د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  ویاند  دیمیتري پوسکوف  په پلازمینه مسکو کې  د زده کوونکو سره  لیدنه وکړه. زده کوونکو پدې لیدنه کې  د پوسکو نه  ولې ترکي ژبه زده کړې  پوښتنه وکړه. پوسکوف  ددې پوښتنې په ځواب کې وویل « ترکیه تاسې ته یواځې ژبه نه بلکې د هیواد او ددې هیواد اړوند  کولتور او دودونه هم  زده کوي. د همدې امله  هر څوک  چې ترکي ژبه زده کړي هغه  خامخا  ددې هیواد سره هم  مینه پیدا کوي.

د جرمني د هاندلس بلاټ  ورځپاڼې : د ترکیې لخوا په ځايي امکاناتو  جوړې شوې وسلې  د ستایلو وړ دي. ترکیه د خپلو ملي امکاناتو سره  د وسلو د تولید سره هم خپلې پوځې اړتیاوې  پوره کوي هم خپلواکه کیږي او هم  د صادراتو مخه  پرانیزي.

د انګلستان د انډیپنډینت ورځپاڼې  :  د استانبول لوی څارنوالۍ د جمال قاشقچي  د جنایت اړوند  د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د پخواني سلاکار سعودي القحطاني  او د استخباراتو د پخواني مرستیال احمد اسیري د نیولو غوښتنه کړې ده .

د فرانسې د فرانس پرس خبري اژانس : د امریکا  نامتو هنرمند او  فلم جوړونکی  سیان پن  د جمال قاشقچي په اړه د مستند فلم د جوړولو په خاطر استانبول ته  سفر کړی دی.

د اتریش د کلاین زیتونګ  ورځپاڼې « اروپايي ټولنه  ، اروپايی هیوادونه او د اروپا پارلمان  د ۲۰۱۹ کال د بودیجې پر سر  تفاهم وکړ.

همداشان  نوموړو ویلي دي چې  په سوریه کې د میشتو سوري کډوالو سره  مرستې زمونږ لپاره کومه  ستونزه نه تشکیلوي.

د روسیې د ریا نویستي خبري اژانس : روسیې  د کرنۍ وزارت ویلي دي چې  د ترکیې په بازارونو کې د ترکیې  تازه میوه  او سابه  او نور کرنیز  توکي  تر ټولو  زیات  پلورل کیږي.

د امریکا غږ راډیو : د ازمیر ولایت د اورال  په ولسوالۍ کې  د زیتون غوړو  په موزیم  کې  د زرګونو کلونو راهیسې  غوړو جوړولو  مواد  نندارې ته وړاندې کړي دي چې  دې مسلې  د سیلانیانو توجه  جلب کړې ده .



اړوند خبرونه