د نړۍ لومړنۍ هوايي ټكسي

د ګوګل د شركت موسس لېري پېج څرګنده كړه چې د لومړي ځل لپاره يې هوايي ټكسي چې يواځې د برېښنا په واسطه چليږي، جوړه كړې ده.

د نړۍ لومړنۍ هوايي ټكسي

 

د ګوګل د شركت موسس لېري پېج څرګنده كړه چې د لومړي ځل لپاره يې هوايي ټكسي چې يواځې د برېښنا په واسطه چليږي، جوړه كړې ده.

د الفابېټ د شركت لخوا جوړه شوې ټكسي چې كورا نوميږي د برېښنا په واسطه او د پيلوټ پرته د الوتنې توان لري.

پېج په ۲۰۱۶م كال كې د الوتكونكې ټكسي په برخه كې پانګه اچونه كړې وه چې لومړى ماډل يې كيټي هاك نومېده. دا دى ددې ټكسي بل ماډ په نيوزيلانډ كې خپلې آزمايښتي الوتنې پيل كړې.

د معلوماتو له مخې د نيو زيلانډ حكومت وعده كړې ده چې د سوداګريزو موخو لپاره د كورا د ټكسي د كارولو په برخه كې به مرسته وكړي.

تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې په ټكسي كې څو كسان ځاييږي خو دا ټكسي په په ساعت كې د ۱۵۰ كيلومترو پورې سرعت ته رسېدلى دى. همدا راز د بېټرۍ د چارچ سره كولاى شي چې تر ۱۰۰ كيلو مترو پورې واټن ووهي.

ټاكل شوې ده چې دا ټكسي به په راتلونكو ۳ كلونو كې په نيوزيلاند كې خپل فعاليت پيل كړي.


پيوندونه: نيوزيلانډ , موټر , ټكسي

اړوند خبرونه