غزه طبي مرستو ته بېړنۍ اړتيا لري!

په غزه كې پر سوله ايزو لاريونونو باندې د اسراييلي ځواكونو د وحشيانه بريدونو له امله د ټپيانو شمېره هره شېبه لوړيږي.

غزه طبي مرستو ته بېړنۍ اړتيا لري!

 

په غزه كې پر سوله ايزو لاريونونو باندې د اسراييلي ځواكونو د وحشيانه بريدونو له امله د ټپيانو شمېره هره شېبه لوړيږي.

د فلسطين د روغتيا وزارت اعلان وكړ چې په سيمه كې د نښتو له امله د راوړل شو ټپيانو د درملنې په موخه په روغتونونو كې طبي مواد او درمل كافي نه دي.

ددې وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې تر اوسه پورې د سيمې روغتونونو او طبي مركزونو ته سلګونه تنه ټپيان راوړل شوي دي چې د طبي موادو او درملو په برخه كې يې روغتونه د ستونزو سره مخامخ كړي دي.

په اعلاميه كې د ټولو ملي او نړيوالو ادارو غوښتنه شوې ده چې سيمې ته طبي مرستې ولېږدوي.

د بله پلوه د تركيې سرې مياشتې په غزه كې د روغتونونو سره د عاجلې طبي مرستې د ترسره كولو خبر وركړ. ټاكل شوې ده چې سبا ته به د طبي مرستو لومړنى كاروان د غزې پر لور روان شي.


پيوندونه: تركيه , منځنى ختيځ

اړوند خبرونه