سهار وختي له  خوبه ویښیدونکو  میرمنو ته  ډیر ښه  زیری !

سهار وختي له خوبه د ویښېدو یوه بله ګټه هم معلومه شوه

سهار وختي له  خوبه ویښیدونکو  میرمنو ته  ډیر ښه  زیری !

 

سهار وختي له خوبه ویښیدونکې میرمنې د هغه میرمنو په پرتله  چې  سهار ناوخته له خوبه ویښیږي  د تي سرطان  په ناروغۍ  کمې  روږدې کیږي.

دا خبره  د انګلستان د بریستول پوهنتون متخصصینو  د تحقیقاتو په پایله کې کړې ده. د یاد شوي  پوهنتون متخصصینو د خپلو تحقیقاتو په ترڅ کې  د انګلستان د بیو بانک  او تي  سرطان د نړۍوالې ټولنې  په چوکاټ د څه باندې  ۴۰۰ زرو تنو میرمنو  جینیتیک معلومات  څیړلي دي.

نوموړو متخصصینو د تحقیقاتو په پایله کې موندلې ده چې  هغه  ښځې  چې  سهار وختي  له خوبه  ویښیږی  او په حرکت  پیل کړي  د هغه ښځو په پرتله چې ناوخته له خوبه ویښیږي  ډیر  کم  د تي  سرطان په ناروغۍ  روږدې کیږي.

متخصصینو ویلي  دي  چې  ددې خبرې اصلي  لامل يي تر اوسه پورې معلومه کړې نده او پدې اړه څیړونو ته دوام  ورکوي.

د انګلستان بریستول  د پوهنتون  یو تن څیړونکي  ډاکټر  ریبکا ریچمونډ  بیا ویلي دي چې دا  له لا وخته وي چې مونږ پدې اړه  چاته  څه توصیه وکړو.

ددینه مخکې هم  په تحقیقاتو کې  کې  دا معلومه شوې  وه  چې  هغه ښځې  چې  د شپې لخوا  کار کوي  د نورو په پرتله  لا زیاتې د تي سرطان په ناروغۍ  روږدې کیږي.

یاد شوي څیړونکې ډلې ویلي دي چې  ددې تحقیقاتو پایلې  به  د ګلاس ګو  به ښار کې جوړیدونکي  د سرطان  د ملي تحقیقاتي  انیستیتیوت  په کنفرانس کې د ګډونوالو سره  شریکړې کړي.



اړوند خبرونه