ترکي ځواکونه د قطر پلازمینې دوحې ته ورسیدل

د ترکیې وسله وال ځواکونه چې  د قطر سره  د ګډو تطبیقاتو په خاطر نوموړي هیواد ته تللي دي  پلازمینې دوحې ته ورسیدل.

ترکي ځواکونه  د قطر پلازمینې دوحې ته ورسیدل

د ترکیې وسله وال ځواکونه چې  د قطر سره  د ګډو تطبیقاتو په خاطر نوموړي هیواد ته تللي دي  پلازمینې دوحې ته ورسیدل.

د قطر د دفاع وزارت  لخوا  په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ترکي ځواکونه  دوحې ته  رارسیدلي او لومړني  تطبیقات  د طارق بن زید  په عسکري هډه کې  ترسره شول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د ترکیې او قطر د وسله والو ځواکونو ترمنځه دا ګډ عسکري عملیات  د خلیج د هیوادونو سره  د روان کړکیچ نه مخکې پلان شوي وو. ددې تطبیقاتو نه موخه  د دواړو هیوادونو  د وسله والو ځواکونو د دفاعي ظرفیتونو لوړول  دي.

د ویلو ده چې  ترکیې  د قطر سره  د لاسلیک کړي  نظامي همکاریو  د تړون په چوکاټ کې  نوموړي هیواد ته  نږدې ۲۰۰ تنه سرتیري استولي دي.

ترکیې په قطر کې  عسکري هډه  جوړه کړې  . په راتلوونکو کې به په نوموړي عسکري هډه کې د خپلو سرتیرو شمیره  لوړه کړي.



اړوند خبرونه