د ترکیې د ازمیر په ښار کې چاودنه وشوه

د ترکیې  د ازمیر په ولایت کې د نفتي موادو د تصفیې په شرکت  کې  زوروره چاودنه وشوه.

د ترکیې د ازمیر په ښار کې چاودنه وشوه

 د ترکیې  د ازمیر په ولایت کې د نفتي موادو د تصفیې په شرکت  کې  زوروره چاودنه وشوه.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  چاودنه  د خامو نفتو د تصفیې په یو ټانکر کې رامنځته شوې ده .

پدې پيښه کې  لږ تر لږه  ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.

د ټپیانو دقیقه شمیره معلومه نده.

ویل کیږي چاودنه د سهار په ساعتونو کې  رامنځته شوې ده. د چاودنې لامل  ناڅرګند  دی او په اړه يي څیړنې پیل شوي دي.

د چاودنې نه وروسته سیمې ته د ژغورنې ډلې سربیره  یو زیات شمیر امبولانسونه  او د اور وژنې  ډلې  استول شوي دي.

د پیښې ټپیان  نږدې روغتونونو ته  انتقال او د درملنې لاندې نیول شوی دي.



اړوند خبرونه