په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې ۱۰۹ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال چې یونان او بلغاریا ته د تیریدو هڅه کوله  ونیول شول.

د ایدرنې ولایت  د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې  پولیسو  د یاد شوي ولایت  د اورحانیه ، ینې کادن  او بوسناکوی په کلو کې  د ناقانونو کډوالو په اړه چې غوښتل يي  یونان او بلغاریا ته تیر شي  راپور  ترلاسه شو.

پولیسو  د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته  د نوموړو کډوالو د نیولو په خاطر عملیات پیل کړل.

د عملیاتو په ترڅ کې  د افغانستان، پاکستان، سوریې او ایران وګړي  ۱۰۹ تنه  غیرې قانوني کډوال ونیول شول.

نیول شوي  کډوال  د روغتیايي  معاینې او  لومړنیو  تحقیقاتو نه وروسته  د یاد شوي ولایت  د کډوالو د چارو ریاست ته  وسپارل شول.

نیول شوي کډوالو  د قانوني مراحلو د پلي کیدو نه وروسته  خپلو خپلو هیوادونو ته واستول شي.



اړوند خبرونه