د اردوغان – پوتين ټيلفوني خبرې

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې.

د اردوغان – پوتين ټيلفوني خبرې

 

اردوغان د ټېلفون له لارې له پوتينه غوښتنه وكړه چې په سوريه كې د ادليب او ختېځې غوته په ښارونو كې د بشار اسد د رژيم د ځواكونو د عملياتو مخه دې ونيول شي.

دا ټيلفوني خبرې د روسيې په غوښتنه ترسره شوي دي.

دواړو مشرانو په تركيه كې د اتومي بټۍ د جوړولو په ګډون د دوه اړخيزو اړيكو په اړه بحث وكړ چې د اجندا اصلي موضوع په سوريه كې روان حالات وو.

پوتين هم په سوريه كې د روسي سرتېرو پر هډو باندې د وروستيو بريدونو نه د يادونې په ترڅ كې وويل چې دا كار د تركيې او تركي سرتېرو پورې اړه نه لري. موږ پوهېږو چې دا بريدونه څوك كوي.

تېره اونۍ په سوريه كې د خميميم پر روسي نظامي هډې باندې د بې پيلوټه الوتكو په واسطه د بريد اقدام شوى و چې د روسي چارواكو په وينا بريد شنډ شوى دى.



اړوند خبرونه