د ترکیې ولسمشر د سعودي عربستان د پاچا سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې پدې ټیلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو د سوریې په مسلې خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان پاچا ته په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د روانو زیتون څانګې عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.
ولسمشر اردوغان وویل چې په عفرین کې عربان، کوردان او ترکمنان د ترکیې د پوځي عملیاتو نه ملاتړ کوي او ددې عملیاتو په ترڅ کې به د سیمې خلک چې د ترهګرو لخوا د کورونو او کلو پریښودو ته اړ شوي دي خپلو کورونو ته د ستنولو زمینه برابره کړي.
ولسمشر اردوغان او د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د سوریې په ارضي تمامیت او سیاسي حل لارې په اهمیت ټینګار وکړ او پدې اړه يي د همکارۍ د کچې په لا لوړولو تفاهم وکړ.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان وویل چې د سوریې په اړه د جینوا د بهیر او نړۍوالو هلو ځلو نه پوره ملاتړ کوي. ولسمشر اردوغان بیا وویل چې د استانه بهیر او د سوچي غونډه هم د جینوا د بهیر پارچې دي.
د ترکیې ولسمشر اردوغان او د سعودي پاچا ملک سلمان د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا پياوړتیا په خاطر ګډه اراده وښوده.
په ټیلیفوني خبرو کې د تیر ملادي کال په وروستیو شپو ورځو کې د سعودي عربستان نه د ترکیې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ګټور سفر نه هم یادونه وشوه.
په خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د سعودي عربستان ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان به په نږدې راتلوونکې کې د ترکیې نه لیدنه وکړي. ولیهعد شهزاده به په ترکیه کې د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبرې وکړي . دا سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو له پلوه هم ځانګړې اهمیت لري.