ترکیه  د پرمختللو  بې پیلوټه الوتکو په صادراتو پیل کوي.

ترکیې په قطر پرمختللې بې پيلوټه الوتکې وپیرودې

ترکیه  د پرمختللو  بې پیلوټه الوتکو په صادراتو پیل کوي.

ترکیه  د پرمختللو  بې پیلوټه الوتکو په صادراتو پیل کوي.

قطر لومړنی هیواد  دی چې ترکیې پرې  پر مختللې  بې پیلوټه الوتکې وپلورلې.

د ویلو ده چې  ترکیې په قطر د ۶ پرمختللو بې پیلوټه الوتکو  د پلورولو اړوند  د نوموړي هیواد سره  قرارداد لاسلیک کړ.

 ترکیه  د تیرو څو  کلونو راهیسې  د ترهګرۍ پر خلاف  په مبارزه کې  د بیرقدار ټي بي ۲ په نامه  د  مختللو بې پيلوټه الوتکو نه کار اخلي.   

ترکیې د نوموړو الوتکو نه  تر ټولو ښه  استفاده  په سوریه کې  د فراټ ډال  په علمیاتو کې  وکړه  او اوس يي   د زیتون څانګې په عملیاتو کې  کوي.

د ویلو ده چې د ترکیې او قطر ترمنځه  د بې پيلوټه الوتکو  قرارداد د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړ شوي  د سمندري صنایعو د  نندارتون  په چوکاټ کې لاسلیک شو.

د نوموړي نندارتون  د پرانیستو په مراسمو کې د ترکیې د ملي دفاع وزیر سربیره  ستر درستیز او د دفاعي صنایعو مشر برخه اخیستې وه.

د ترکیې او قطر ترمنځه د لاسلیک شوي قرارداد له مخې ترکیه به د یو کال په دننه کې  قطر ته  ۶ بې پيلوټه الوتکې  او ددې الوتکو  کمکي سیستم  او تجهیزات  صادر کړي.

 

 

 

 



اړوند خبرونه