اردوغان: امريكا او اسراييل به تاريخ ونه بښي!

ولسمشر رجب طيب اردوغان چې په انګلستان كې په رسمي ليدنه بوخت دى، څرګنده كړه چې د امريكا متحده ايالتونه به تاريخ ونه بښي او اسراييل به هېڅ ونه بښي.

اردوغان: امريكا او اسراييل به تاريخ ونه بښي!

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان چې په انګلستان كې په رسمي ليدنه بوخت دى، څرګنده كړه چې د امريكا متحده ايالتونه به تاريخ ونه بښي او اسراييل به هېڅ ونه بښي.

اردوغان په لندن كې د انګلستان د لومړۍ وزيرې ټېرسا مې سره تر ليدنې وروسته په ګډې خبري غونډه كې ګډون وكړ.

اردوغان خبريالانو ته د وينا پر مهال يو ځل بيا د اسراييلو لخوا د فلسطينانو عاموژنه وغندله او زياته يې كړه چې بيت المقدس ته د امريكا لخوا د سفارت انتقال به هېڅكله په رسميت ونه پېژني.

اردوغان په ملګرو ملتونو باندې غږ وكړ چې ژر تر ژره دې په فلسطين كې د روان ظلم د مخنيوي په موخه اقدامات وكړي. د اردوغان په وينا په غزه كې د اسراييلو لخوا د ۶۰ تنو فلسطينيانو شهيدول د امريكا د متحدو ايالتونو په جسارت شوي دي.

اردوغان امريكا ته په خطاب كې وويل چې `` امريكا! تاريخ به تا هېڅكله ونه بښي. دا حقيقت به وګورو. اسراييلو! تا به هېڅ ونه بښي. دا به هم وګورو.``

د اردوغان په وينا امريكا په ښكاره دا وښودله چې په سيمه كې د روان كړكېچ د آواري په موخه منځګړې نه بلكې طرف دى. `` د ۶۰ تنو فلسطينيانو شهادت او د ۲۵۰۰ تنو ټپي كېدل د همدې سياست يوه پايله ده. دا وحشت يو ځل بيا غندم. اسراييلو پدې فكر چې پياوړى يم او برحقه يم، دا ډول اقدامات كړي دي. اسراييل هلته يرغلګر دى او ترهګري بريدونو ته دوام وركوي.``

اردوغان وويل چې پر نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو باندې غږ كوم چې دې ظلم ته پاى ټكى كېږدي.

د اردوغان په وينا د جمعې په ورځ په استانبول كې د اسلامي همكاريو د سازمان په  فوق العاده غونډه كې به نړۍ ته مهم پيغام وركړي.

ولسمشر اردوغان په خبري غونډه كې د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه وويل چې د پې كا كا او فتح الله ګولن د ترهګريز سازمان د غړو د اعادې په برخه كې د انګلستان سره د اړيكو د پراختيا غوښتنه لري.  پدې اړه يې د مظنونينو لېستونه د انګلستان لومړۍ وزيرې مې ته وركړي دي. د اردوغان په وينا دا كسان بايد تركيې ته وسپارل شي تر څو د ترهګرۍ په برخه كې ګډې همكارۍ ته دوام وركړو.



اړوند خبرونه